امنیت

په هلمند کې د طالبانو پر مرکزونو هوایي بریدونه

کابل/ د سلواغې ١٤مه/ باختر
په هلمند کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو په دوو هوایي بریدونوکې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د سنګین ولسوالۍ او د لښکرګاه ښار په مربوطاتوکې برید وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي چې دغه ۷ طالبان د هوایي ځواکونو په برید کې ووژل شول او د هغوى درې پټنځایونه له جنګي وسایلو سره يې له منځه لاړل.
د یو بل خبر له مخې :
پولیسو د هلمند په ګڼ مېشتو لاروکې د۱۴ماینونو په کشف سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله.
وسله وال طالبان د دغو ماین ښخونوعاملین بلل شوي دي.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته