ټولنه

په پنجشير کې دترافيکي پيښو دکچې کمښت .

کابل باختر د وږي  نهمه :
په روان کال کې دتيرکال په نسبت په پنجشير ولايت کې ترافيکي پيښو کمښت موندلى دى .
دپنجشير ولايت دترافيکو مدير محمد هاشم سعادت دباختراژانس خبريال ته وويل په روان کال کې په پنجشير ولايت کې پنځه ويشت ترافيکي پيښې رامنځته شوي دي چې دتيرکال دهمدې مودې په پرتله په دغه ولايت کې په ترافيکي پيښو کې ديادونې وړ کمښت رامنځته شوى دى .
دتيرکال په لومړيو شپږو مياشتو کې دپنجشير ولايت دترافيکي پيښو دڅيړنې په مديريت کې شپږ ديرش ترافيکي پيښې ثبتې شوې وې .
دپنجشير ولايت دترافيکو مدير په دغه ولايت کې دترافيکي  پيښو دکمښت انګيزه او علت ددغه مديريت دکارکوونکو دهڅو، دترافيکي اشارو ځړول  او په واټونوکې دمعياري خطونو داچولو زيږنده وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته