ټولنه

د پلګوتو په جوړولو سره ترانسپورتي آسانتياوې برابريږي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
په فراه ولايت کې د دوو مليونو افغانيو په لګښت دسلو پلګوتو دجوړولو کارپيل شو.
دفراه دوالي وياند محمد ناصر مهري دباختر آژانس خبريال ته وويل په دې پروژه کې سل پلګوټي شامل دي .
چې لګښت يې دفراه ښاروالۍ له خوا ورکول کيږي.
د ده دڅرګندونو له مخې : دغه پلګوټي دفراه ښار په بيلابيلو برخو کې جوړيږي چې په جوړولو سره يې دښار په بيلابيلو سيمو کې ترانسپورتي ستونزې لرې کيږي او د ښاروالۍ دعوايدو د زياتوالى په لاره کې هم ګټورى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته