ټولنه

په سمنګانو کې په کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو اوکيمياوي سرې ويشل

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دسمنګانو ولايت  دحضرت سلطان ولسوالۍ اوددغه ولايت په  مرکز ايبکوښار کې په ١٧٢ تنو کروندګرو اصلاح شوي تخمونه وويشل شول.
دپن دخيريه بنسټ يوه مسوول فضل الدين اميني باخترآژانس ته وويل : دغه اصلاح شوي تخمونه دهغو کوپوني کتابچو له مخې  چې پخوا برابرې شوې وې  وويشل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دهر کوپون دکتابچې ارزښت يوولس زره پنځه سوه افغانۍ دي چې دهغه له مخې په منځني  ډول په هر بزګر سل کيلوګرامه غنم ، يوسلو پنځوس کيلوګرامه کيمياوي سره ، يومن نخود، يو من زغر ، د رشقې اوشفتلې يوه اندازه تخمونه اوهينگه ويشل شوې ده  چې په لازم وخت کې  کروندګر کولاى شي  له هغو څخه استفاده وکړي.
اميني زياته کړه  چې دغوبزګرانو له يوکال  را په دې خواد پرمختللې کرکيلې په برخه کې مسلکي زده کړي کړې دي.
دفضل الدين دڅرګندونوله مخې :  له يوسلو دوه اويا تنو سره دترسره شوي مرستې ټول ارزښت چې    ٤٠ تنه يې ميرمنې دي څه ناڅه دوه مليونه افغانۍ کيږي  چې د آلمان د هېواد  له خوا ورکړ شوي دي .
په همدې حال کې دسمنګانوولايت دکرنې دکرنيزو چارو آمر نورمحمدنورله دغو بزګرانو  سره دترسره شويو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه  ا و ويې ويل چې داصلاح شويو تخمونو حاصلات دنورو بوټو په نسبت زيات دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته