ښوونه او روزنه

غلام نبي فراهي : ژورنالستان بايد حقايق منعکس کړې

کابل باختر د وري  پنځلسمه

  دژورناليزم او وياندې دفن له روزنيز کورس څخه نن درې څلويښتو تنو دفراغت سندونه ترلاسه کړل .

 دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دژورنالستانو دشورا رييس حفيظ الله بارکزي  وايې درې څلويښت تنه نجونې اوهلکان ددريو مياشتو لپاره تر روزنې لاندې و چې په دې موده کې دوي  دوياندې  په ترڅ کې دژورناليزم  دجوړښت  او اساساتو  معيارونه زده کړل .

 په هغي غوڼده کې  چې له همدي امله داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په  نړيوال مرکز کي جوړه شوې وه ددغه وزارت معين پوهنمل غلام نبي فراهي  خبري وکړې او ويي ويل  ژورنالستان بايد  دټولنې  دحق اوحقوقو دفاع او هغه تمثيل   کړي او دهيواد اساسي قانون او درسنيو قانون په پام کې  ونيسي اوحقايق منعکس کړي .

 دغه راز په  دې غونډه کې څوتنو برخه والو دنورو په استازيتوب  دوياندې دفن اوژورناليزم داساساتو په باب خبري وکړې .

 دغوندې په پاى کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين او دژورنالستانو شورا درييس له خوا په فارغانو تصديق ليکونه وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته