ټولنه

د ملي اردو د هغو منسوبینو معاشونه چې بایومتریک شوي ورکړل شوي دي

کابل باختر د تلې د مياشتې ١۱ نيټه :
د ملي دفاع وزارت وایي چې د ملي اردو د هغو منسوبینو معاشونه چې بایومتریک شوي ورکړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي دفاع وزارت ویاند چې پرون یې په یوه خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، زیاته کړه چې د ملي اردو د هغو منسوبینو معاشونه چې بایومتریک شوي دي، بې له کوم ځنډه ورکړل شوي دي.
سید غفور احمد جاوید وویل، اوسمهال د ملي اردو د منسوبینو د بایومتریک بهیر ۹۸ سلنه بشپړ شوی او پاتې ۲ سلنه به هم ډیر ژر بشپړ شي.
جاوید همدا راز زیاته کړه، همدا اوس د دښمن د ځپلو په موخه د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو تهاجمي او چاڼیز عملیات په ۱۴ ولایتونو کې روان دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، چې دغه وزارت د ټاکنو د امنیت تامینولو ته پوره ژمن دي او د کورنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ کې د ټاکنو د امنیت د تامینولو په موخه پر یو پراخ امنیتي پلان باندې کار تر سره شوی دی.
ده وویل: د ملي اردو منسوبین د هېواد د دفاعي ځواکونو په توګه په خپل ټول ځواک د خلکو د آرامۍ او امنیت د خوندیتوب په موخه هر ډول سرښندنې او قربانۍ ته چمتو دي او د ترهګرو د ځپلو پیاوړی هوډ او اراده لري. #
پای – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته