خبرونهټولنه

د کندز بېځايه شوې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د کندز د وروستيو درې ورځو جګړو له امله ۵٠٠٠ کورنۍ چې له خپلو سيمو څخه بېځايه شوې دي، له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د سروې د ټيمونو موندنې ښيي چې د کندز د خان آباد ولسوالۍ له څو کليو څخه ۵٠٠٠ کورنۍ د جګړو له امله له خپلو کورونو څخه وتلې او په امنو سيمو کې ځاى پرځاى شوې دي.

د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه کورنۍ د کور، روغتيايي او اقتصادي امکاناتو په نه شتون شپې سبا کوي او مرستو ته سخته اړتيا لري.

د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس وايي چې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړو له امله د بېځايه شويو شمېر زياتېږي.

هغه زياته کړه چې تراوسه له ٢٠٠٠ کورنيو سره بشري مرستې شوې دي او ټاکل شوې ده نن له ۵٠٠ نورو کورنيو سره هم د نغدو پيسو مرسته وشي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته