سیاست

دتروريستي بريد غندل

دکابل دطبي پوهنتون  داستادانو ټولنې دکابل ښار دمرادخانيو په واټ کې دحسيني عاشورا په ماتم لروونکو تروريستي بريد په سختو الفاظو سره وغندل او هغه يې دهغو کسانو سترجنايت وباله چې دپرديو په خاطر خپل ماتم لرونکې خلک وژني .

 په هغه ليک کې چې ددغې ټولنې له خوا دباختر اطلاعاتي اژانس ته  ليږل شوي دي  ويل شوي دي چې دتاريخ تور زړي دهغو ښځو ماشومانو  نارينه او بوډاګانو ترمنځ دځانمرګي بريدپه کولو سره چې ديزيداويزيديانوپرخلاف دکربلاي معلا دپاڅون کوونکو پاک روح ته ددعا په خاطر دابوالفضل  په زيارت کې راټول شوي و يوځل بيا خپل کرغيړڼ نيتونه دوياړلي هيواد دديندار اومسلمانوخلکو په وړاندې وښودل .

دوى په دغه ستر جنايت سره داسې وښودله چې هيڅکله  په اسلامي ارزښتونو فکر نه کوي .

په دې  ليک کې ويل شوي دي دکابل دطبي پوهنتون دټولنې غړي ددغې پيښې دشهيدانو اوټپيانو دکورنيو په غم کې ځان شريک بولي او باور لري چې ددغه شان پيښو په وړاندې زموږ دسني او شيعه ورورنو په ګډون زموږ يو موټي ملت به دغه راز له پخوا زيات خپل يو والې اوپيوستون وساتي څرنګه چې  دتاريخ په اوږدو کې  دپرديو دظلم  او تيري په وړاندې په گډه دفاع کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته