سیاست

جمهوررئیس غني د ”کابل پروسې“کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانانو په رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې  د ”کابل پروسې» تر نامه لاندې  په لومړي کنفرانس کې  چې د سولې او همکارۍ پر موضوع د۲۷ هېوادونو او نړيوالو موسسو د لوړپوړو استازو په ګډون په ارګ کې  جوړ شو، وویل: موږ نن دلته را ټول شوي یوو چې د ترهګرۍ او وحشت پر خلاف یوبل ته لاس ورکړو او یوې عادلانه سولې ته د لار موندلو په بهیر بحث وکړو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس د دغوهېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل:  موږ او تاسې په داسې یوه ښار کې سره را ټول شوي یوو چې خلک یې د سخت زړیو ترهګرو لخوا د وژل شویو سلګونو اولادونو د ماتم پر ټغر ناست دي. زموږ خلک په دې غمجنو شیبو کې ستاسې د ملاتړ او خواخوږۍ مننه کوي او د عدالت غوښتونکي دي.
جمهوررئیس وویل: تروریستي ډلې ادعا کوي چې د دوي جنګ مذهبي دی، امااسلام د سولې دین دی او هغوی چې دا خونخواران یې  وژني، ټول مسلمانان دي. هغوی زرګونه  مسلمان نارینه، ښځې او ماشومان قتلوي. نشه‎يي توکي، ترور او غلا هغه پدېدې دي چې زموږ له دین سره هیڅ تړاو نه لري خو تروریستان ترې د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کوي. دوی یواځې تروریستان دي او بس.
جمهوررئیس په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او  د هغوی د سرتېرو د قربانیو قدرداني وکړه، وې ویل، موږ  دیوبل تر څنګ ولاړ یوو تر څو  په کابل، لندن، بروکسل، ترکیه، عراق او یا سوریه کې خبیثه خشونت ته د پای ټکی کېږدو.
هغه زیاته کړه، په ۲۰۰۶ م کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ملګرو ملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پرېکړه لیک تصویب کړ چې په وضاحت سره د نړیوالې ټولنې ټولو غړیو هېوادونو څخه غواړي چې د تروریزم پدیده او د هغې ټول ډولونه د نړيوالې سولې او امنیت پر ضد د جدي ګواښ په توګه په سخت لحن په متداومه توګه وغندي.
جمهوررئیس غني  وویل، نړیواله ټولنه تراوسه نه ده توانېدلې چې د تروریزم د ګواښ په ټولو اړخونو برلاسې شي، د ملګرو ملتو سازمان د دې شومې پدیدې د ودې، د فعالیتونو دانکشاف او بې رحمه بریدونو شاهد دی او د تروریزم د زیاتوالي پروړاندی یې ځواب کافي نه وو.
هغه زیاته کړه : په داسې حال کې چې د هېوادونو ترمنځ همکاري مخ پر ښه کېدا ده، خو هېوادونه لا هم له ګډ چوکاټ، قانوني مدارکو او د ترهګرو د هغو حرکاتو د ځپلو لپاره چې خپله ساحه، کچه او د اجراء ډګر په چټکۍ سره بدلوي، د ځان عیارولو له وړتيا څخه بې برخې دي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، افغانستان د جغرافیایي موقعیت او پېچلې اراضي له امله د نړیوال تروریزم هدف ګرځېدلی دی او داعش غواړي چې افغانستان او د سویلې اسیا ټولو هېوادونو ته لار  ومومي، دا خلک آن د تظاهر لپاره هم دا نه وایي چې ګواکې دوی د افغانستان د خلکو لپاره کوم ارزښت یا موخه لري. دوی زموږ وینه یواځې د دې لپاره تویوي چې په سیمه او نړۍ کې د خپلو مجرمانه کړنو لپاره له افغانستان څخه د تختې او مرکز کار واخلي.
هغه څرګنده کړه، نړیوالې ټولنې ژمنه کړې ده چې د تروریزم ملاتړ  او تمویل کوونکي هېوادونه نشي زغملای او موږ له نړیوالو غواړو په هغو ژمنو چې کړې  یې دي عمل وکړي، تر څو تاوتریخوالي او ترور پای ومومي.
جمهوررئیس د افغانستان جنګ څو اړخيز وباله او زیاته یې کړه: موږ د یوه داسې هراړخیز چوکاټ له درلودلو پرته چې د ترهګرۍ ټولې پېچلتیاوې په نظر کې وساتي، د یوې جلا برخې ستونزې له نورو جلا نشو هوارولای.
هغه وویل، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ زموږ زرګونه هېوادوال ټپیان او ووژل شول او له څلورو میلیونو څخه زیات کډوال شول. زموږ خلک د خپلو ماشومانو لپاره ښه ژوند غواړي، خو د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله زموږ اقتصاد وده  نشي کولی او  زموږ خلک وزګاراو ناهیلي  کېږي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت   د میراثي فساد، کمزورې رهبرۍ او داخلي پاشلتیا له ننګونو او همدارنګه  د نظام په دننه کې د سیاسي نخبګانو له شخړو څخه را منځته شويو ستونزو سره مخ دی. البته موږ په بروکسل، وارسا، میونیخ او دلته په کابل کې د خپلو اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړي. زموږ اصلاحات د امنیت، موقتي دندو برابرولو او خراب سیاسي وضعیت په درې ګونو ننګونو سربېره هم مثمر او ګټور ثابت شوي دي.
جمهور رئیس محمد اشرغني زیاته کړه، د کورنیو چارو په وزارت کې همدا اوس د اصلاحاتو لړۍ  دوام لري، زه، ډاکتر صیب عبدالله او ټول حکومت د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو راوړلو ته ژمن یوو، تر څو زموږ امنیتي ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي.
هغه زیاته کړه، د پولیسو په ليکو کې  اداري فساد باید پای ته ورسېږي، پولیس باید د ثبات ځواک وي نه د بې ثباتۍ او د خلکو د نارضایتۍ محرک، په دې منځ کې موږ ډېر ښه پولیس لروچې په لومړۍکرښه کې دي لکه هغه ۱۳ تنه سرتېري چې په دې وروستيو کې په تروریستي برید کې ووژل شول او په زیاترو مواردو کې  همدا پولیس د اداري فساد او ډلبازیوقرباني کېږي.
جمهور رئیس زیاته کړه، زموږ د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا په دې معنا ده، چې طالبان نه شي کولی د نظامي پلوه بریالي شي، موږ دمخه ویلي چې زموږ هدف سوله ده نه بریا، خو سوله تر هغو نشي را تللای چې طالبان ورته چمتو نشي.
جمهور رئیس وویل، سوله باید یواځې په موافقتنامه  خلاصه نه شي، بلکې عادلانه سوله په تلپاتې توګه تأمین شي. هغه زیاته کړه، موږ د سولې تأمین لپاره څو ځلي له پاکستان سره څو اړخیز مذاکرات کړي، خو پایلې یې د هغه هېواد له خوا ونه منل شوې.
جمهور رئیس غني وویل، موږ د سولې غوښتونکي یوو او غواړو سوله وکړو، تر څو د همکارۍ هغه فرصت چې  د ودې او همدارنګه د بې وزلۍ د کمېدو لامل کېږي رامنځته کړو. هغه زیاته کړه، باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی او موږ پر پاکستان غږ کو ترڅو داسې اجنډا چې څنګه کولی شو سولې ته ورسېږو جوړه کړي.
جمهور رئیس زیاته کړه، سوله باید د یو ملي بحث له لارې تأمین شي او موږ به په دې برخه کې یو ملي بحث  جوړ کړو او ځانګړی پام مو باید د مېرمنو او مدني ټولنې غوښتنو ته وي. د سولې بحث موقعیت باید په دوه اړخیزه موافقتنامه کې وي، که چېرې موافقه وشي،  طالبانو ته به د دفتر د پرانیستو اجازه ورکړو، خو دغه فرصت د تل لپاره هغوی ته مساعد نه دی.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه،  د افغانستان پالیسۍ له ګاونډیو هېوادونو سره د پیاوړو سیاسي اړیکو رامنځته کول دي، باید داسې امنیتي اړیکې رامنځته کړو چې له تروریزم سره مبارزه کې برلاسي شو.  هغه همدارنکه وویل، د سیمې هېوادونه تر ګواښ لاندې دي او موږ هر یو له داخلي تاوتریخوالو سره مخ یوو او  له هغو سره د مبارزې لپاره باید خپل قوت وښیو او موږ باید په دې برخه کې ژمن و اوسو.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، چې د سولې د تأمین لپاره باید ډېره مشوره او تمرکز وشي او په دې برخه کې دې د خلکو اندېښنې راټولې شي، د سولې د خبرو برخه شي او تمرکز وکړو چې څنګه په سیمه کې امنیت تأمین شي، ځکه په افغانستان کې د سولې تأمین به د ګاونډیو او نړۍ د ثبات لامل شي.
جمهور رئیس غني له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ او درناوی وکړي، هغه زیاته کړه، موږ تیار یوو چې د سولې د تامین لپاره کار وکړو،خو سوله زموږ د حقونو په بیه نشي تامینېدلی او تروریستان باید پوه شي چې زموږ د تحول مخه نه شي نیولی .
جمهور رئیس غني د ټاکنو ترسره کېدو په اړه څرګنده کړه، موږ په خپل وخت د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن یوو او د جمهوري ریاست ټاکنې هم په خپل ټاکلي وخت په ۲۰۱۹ کال کې ترسره کېږي.
په پروني کنفرانس کې به اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی، په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو په چاروکې د دولت وزیر امرالله صالح، د سولې د عالي شورا رئیس محمدکریم خلیلي، د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک، د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې رئیس غیرت بهیر به د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په حضور کې د امنیت، له تروریزم سره د مبارزې او پخلاینې په اړه مفصل بحثونه وکړي.
د یاد کنفرانس په پای کې به ګډه اعلامیه هم خپره شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته