کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
د هېواد په ختيځ ولايت کونړ کې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند لس تنه يرغلګر له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژ شول.
په دغو يرغلګرو تيره شپه د اسعدآباد_ پارون په لويه لاره کې د پوځيانو د کاروان
دتيريدو په وخت کې بريد وشو.
دهېواد په ختيځ کې دملي پوليسو يوه جګپوړى قوماندان باخترآژانس ته وويل په دې جګړه کې لس تنه يرغلګر ووژل شول.
ده وويل ؛ په دغو يرغلګرو دپوځي وسايطو په کاروان د بريد په وخت کې په دوې ډزى شوې .
ويل کيږي په دې جګړو کې سرتيرو اود سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ