کابل باختر د کب دمياشتې ٢٢ :
د فراه ولايت د مستوفيت ادارې يو کارکوونکى تېره شپه د غيرمسوولو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ آمر ګلبهارمجاهد باختر آژانس ته وويل: دفراه ولايت د مستوفيت د ادارې کارکوونکى بسم الله چې د دغه ولايت د مرکز د ګنهان کلې اوسيدونکى دى؛ د غيرمسوولو وسله والوکسانوله خوا له خپل کور څخه ايستل شوى او وروسته په ډزو سره وژل شوى دى او او وژونکي له ساحې څخه تښتيدلي دي.
ده وويل: پوليسو د پيښې په اړوند خپل تحقيقات پيل کړي دي؛ خو تر اوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ