ورزش

د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره کیږي

کابل/ باختر د سلواغې دمياشتې ١٥مه
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون په پام کې لري د مالیې د راټولولو د اوونۍ په مناسبت د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره کړي .
د دغه فدراسیون د هغې خبرپاڼې له مخې چې باختر آژانس ته رسیدلې ده؛ ویل شوي دي چې دغه سیالۍ د روان کال د سلواغې د میاشتې په ۲۰مه پیلیږي او موخه یې د مالیې ورکولو ته د خلکو هڅول دي .
ویل کیږي هغه ورزشکاران چې په دغو سیالیوکې ګډون کوي؛ نغدي جایزې ورته ورکول کیږي .
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته