امنیت

دخصوصي بانک ديوه کارکوونکي وژل کيدل.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
په شبرغان ښارکې دکوچني پور ورکولو دبانک يو کارکوونکى تيرماښام ووژل شو.
دجوزجان ولايت امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي دباختر آژانس خبريال ته وويل : ديوه خصوصي بانک کارکوونکى عبدالصبور صديقى چې خلکوته کوچني پورونه ورکوي دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دشبرغان ښار په مربوطاتو کې د ده په کورکې دتومانچې په ډزو سره ووژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دقضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او پوليسو په دې باب پلټنې او تحقيقات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته