امنیت

درې تنه طالبان ووژل شول او يو طالب ټپي شو

کابل باختر د  غبرګولي  لسمه

  په  قندهار  ولايت کې پرون دطالبانو دجنګې وسايلو په يوه  ډيپو کې دچاودنې له امله درې تنه طالبان ووژل شول او يو بل طالب  ټپي شو .

  د قندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې وسله وال طالبان  له ډيپو  څخه دوسلو اومهماتو په ليږدونې بوخت وو

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې  ددغې چاودنې له امله درې تنه وسله  وال طالبان ووژل شول  او يوبل طالب  ټپي شو .

 خبرځاى زياته کړه له دغې پيښې وروسته  د قندهار ښار په پنځمه نايه کې د ډيپو ساحه  دامنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوه او  د پلټني په وخت کې په وسلو او مهماتو سربيره  دوه زرنج موټرسايکلونه چې چاوديدونکي توکي پکي بار و هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .

 خبرځاى زياته کړه په دې ډيپو کې دغه راز  ډول ډول  ماينونه  لاسي بمونه اوچاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته