سیاست

تبصره

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
د اداري فساد پرخلاف دمبارزې عدلي او قضايي مرکز په دې ژمنې سره چې په هيواد کې عدالت تامينيږي جوړ شو .هيلي دادي چې دغه ژمنه عملي بڼه غوره کړي او په هيواد کې اداري فساد کرغيړنه پديده له منځه لاړه شي.
دباختر آژانس مبصر ليکي : په داسې حال کې چې دافغانستان دولت د اداري فساد پرخلاف دمبارزې دملي وحدت دحکومت دمشرانو يوه اصلي او اساسي ژمنه ده ، د اداري فساد پرخلاف دمبارزې  دعدلي او قضايي مرکز جوړول کيداى شي په هيواد کې د اداري فساد پرخلاف دهدفمندې مبارزې د ژمنې په لاره کې دملي وحدت دحکومت دمشرانو لومړى ګام وي.
د اداري فساد پرخلاف دمبارزې عدلي او قضايي مرکز په جوړيدو سره کولاى شي د اداري فساد درندې او جدي دوسيې پرانيزو او په وړاندې يې تصميم ونيسو . په داسې حال کې چې په تيرو وختونو کې د ادارې فساد پرخلاف مبارزې خپلې ټاکلې ستونزې لرلې او د زياتو زيانونو له امله کړيده .
خو دملي وحدت دحکومت دمشرانو او دعدلي بنسټونو او دقضايي دستګاه د مسوولينو له خبرو څخه جوتيږي چې په هيواد کې عدالت يو نه هيريدونکى اصل دى .
لکه څنګه چې جمهور رييس محمد اشرف غني ددغه مرکز پرانيستلو په وخت کې خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې په سمه او دقيقه توګه يوازې د دندو ترسره کول کولاى شي داعتماد فضا پرانيزي .
په دقيقه توګه دقضيو په تعقيبولو او دعمل په چټکتيا سره کولاى شو په فساد ککړ افراد وپيژنو ، دى ددغه مرکز دکړنو په قاطعيت باندې ټينګار کوي .
دملي وحدت دحکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د اداري فساد پرخلاف دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز جوړول داساسي قانون دحکمونو د تطبيق او دفساد پرخلاف دمبارزې په لاره کې دافغانستان د دولت د ادارې څرګندوى بولي او وايي چې دغه مرکز اساسي هدفونه نه تعقيبوي بلکې دافغانستان دخلکو روا او مشروع غوښتنې به تامينې کړي.
دهيواد لوى څارنوال هم اجراييه رييس څرګندونو ته ورته خبرې لري او وايي چې د اداري فساد پرخلاف مبارزه به بې پرې ،منصفانه ، دقيقه ،غوڅه او غير سياسي وي.
ددغه مرکز کړه وړه په څرګند نظر سره دي او سليقوي او سياسي به نه وي .
په هيواد کې د اداري فساد پرخلاف دمبارزې لپاره ژمنه له تيرو وختونو څخه شتون لري. خو دغه بهير پڅ او کمزورى دى، علت په دې کې دى چې دولتي بنسټونو ، زبرځواکو،دقدرت خاوندانو او ځينو مقاماتو په تيرو وختونو کې په هغو بنسټونو چې دفساد پرخلاف دمبارزې مسوول و ، خپلې اغيزې لرلې ،او داکار د دې سبب شوى و چې د اداري فساد سترې قضيې يا هيرې شي اويا هم له مبهم برخليک سره مخامخ شي .
خو دغه مرکز چې ټينګار کوي چې بې پرې او غير سياسي عمل کوي او په تيرو دوسيو دنورو له زور زياتي او اغيزې پرته عمل وکړي .
که چيرې دغه مرکز په هماغه قوت سره چې وويل شول عمل وکړي . په مسلمه توګه به داداري فساد پرخلاف دپراخې مبارزې په لور يوګام وي . او که چيرې دغه مرکز په قوي سمتي مسلو او په سليقيوي اجراتو کې لتاړ شي او دنورو تر اغيزې لاندې ونيول شي او ونه کړاى شي چې خپلې ژمنې عملي کړي هغه وخت به دافغانستان خلکو ته ناهيلي بيا پيدا شي ځکه خلک له تيرو وختونو څخه د يو لړ ادارو او کميسيونو شاهدان دي چې د اداري فساد پرخلاف دمبارزې په شعار سره رامنځته شوي دي خو کوم کاريې نه دى کړى .
خلک په دې پوهيږي چې په هيواد کې اداري فساد يوه پيچلې پديده ده پراخ اړخونه لري او له هغه سره مبارزه به زيات وخت ونيسي .خو ددغه مرکز په جوړيدو سره کولاى شو دغه واټن لنډ کړو او په پاى کې خلکو ته هيله ورکړو چې اداره شتون لري او په پاى کې به دفساد جرړې وچې شي .
په پاى کې بايد ووايو چې دنظام چارواکي او دعدلي او قضايي مرکز مسوولين بايد په دې پوه شي چې اوسنى نسل او راتلوونکي نسلونه ډادمن او پتمن ژوند غواړي او دغه پتمن ژوند به يوازې د اداري فساد په نه شتون کې شونى وي چې بايد جدي وبولو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته