امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

  کندز/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
لس تنه وسله وال طالبان پرون د کندز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې               ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفترمرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي  باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال مخالفين د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د نهر صوفي او يتيم کليو په ساحوکې د هوايي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې دغه راز د طالبانو د قوماندانانو معلم شير او قاري عزت الله په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته