سیاست

مخالفينو ته د هيواد د جمهور رييس بلنې هغوى له سياسي تنګسيا سره مخامخ کړي دي .

کابل باختر د لړم ٢٨مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپل وروستى خبرې کنفرانس کې يوځل بيا حزب اسلامي او طالبانو ته بلنه ورکړه چې په مشورتي لويه جرګه کې  ګډون وکړي .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپل وروستى خبري کنفراسن کې د حزب اسلامي د استازو د بلنې په باب څرګنده کړه چې په مشورتي لويه جرګه کې موږ په ټوله ماناهيله لرو چې هغوى په جرګه کې ګډون وکړي؛ هغوى هم د افغانستان خلک دي او په دغه شان مواردوکې دګډون حق لري .
دجمهوررييس دغو څرګندونو د پخوا په شان خپل موافقين اومخالفين لرل. خو هغه څه چې ددغې بلنې په نفس کې شتون لري؛ چا ورته پاملرنه ونه کړه.
د هيواد جمهور رييس حامدکرزي له لنډ مهالې ادارې د جوړيدو له پيل څخه په مهموسياسي قضيوکې په صبورانه او خردمندانه ډول فکر وکړ او هيڅکله يې د مهمو مسئلو په وړاندې احساساتي او لنډ پارې چلند نه دى کړى.
که چيرې دغې بلنې ته هم پاملرنه وشي؛ جمهور رييس غوښتي دي د افغانستان وسله وال مخالفين دجرګې او د هغوتصميمونو په وړاندې چې پکې نيول کيږي؛ له سياسي تجريد سره مخامخ کړي.
له شک پرته لکه څنګه چې د هيواد جمهور رييس حامدکرزي هم طرحه کړه؛ هره مهمه مسئله هرو مرو او له شک پرته خپل مخالفين او موافقين لري .
مخالفين هم له دغې قاعدې څخه بهر نه دي. ښايي د لويې جرګې له تصميم وروسته بيا هم څنګه او څنګه طرحه شي او ځينې کړۍ له هغه څخه په استفادې سره  دجګړې بټۍ توده وساتي.
په دې  دليل د حامدکرزي له خوا مخالفينو په تيره بيا طالبانو او حزب اسلامي ته بلنه د سياسي پوهې او تعقل له مخې ورکړ شوې ده او په هغې کې تر زياتې اندازې پورې د افغانستان دخلکو خير او فلاح په پام کې نيول شوي دي؛ نه نورې مسئلې. ځکه په بېلابېلو وختونوکې د هيواد د جمهور رييس بلنې مخالفين له سياسي تنګسيا سره مخامخ کړي دي اوپه کلکه يې د خلکو ترمنځ د هغوى اتوريته  ته زيان رسولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته