امنیت

دتوغنديو دتوغولو مخه ونيول شوه اودرې ماينونه ترلاسه شول

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو په واټ کې ددريو ځاى پرځاى شويو ماينونو دکشفولو اوضبطولو خبرورکړ.

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دسولې او ارامي دښمنانو ددغه ولايت دخاکريز ولسوالۍ دچنارتو کلي په ګڼ ميشته لاره کې درې ماينونه ځاى پرځاى کړې و اوغوښتل يې په پوليسو اونړيوالو ځواکونو بريدونه وکړې چې له چاودنې مخکې دپوليسو دمنسوبينو له خوا کشف اوشنډکړاى شول.

ديوبل خبرله مخې دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو دکندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې ددريو توغنديو دتوغولو مخه ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته