امنیت

مسوولين: په کونړ کې جنايي جرمونه صفر شوي دي

کابل / د وږي ۱۳مه / باختر
د کونړ والي وايي چې په دغه ولايت کې جنايي جرمونه صفر شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د تېر حکومت د سقوط او د اسلامي امارت د برياليتوب په لومړيو ورځو کې کونړ د کمو جنايي پېښو ډګر و، خو مسوولين وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه پېښې صفر ته رارسېدلي دي.
د کونړ والي حاجي محمد عثمان له امنيتي مسوولينو سره په کتنه کې د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره د هغوى د هلوځلو له امله مننه وکړه.
هغه باختر آژانس ته وويل چې هلې ځلې کوي د امنيتي تدبيرونو په نيولو سره په کونړ کې جنايي پېښې صفر وي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته