امنیت

يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٢ :
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهيرکې  يوه اندازه وسلي او مهمات ترلاسه شوي دي.
د ٢٠١ سيلاب قو ل اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغبار_ ٧ په نامه ګډ چاڼيز  او محاربوي عمليات  چې د ٢٠١ سيلاب قول اردو  ددريمې پلې لوادقوماندانۍ په مشرۍ دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دجنوب او شمال په مربوطاتو کې  پخوا پيل شوي و  چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې څلويښت کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز ددريمې پلې لوا ددريم  کنډک منسوبينو دپروان ولايت دجبل السراج ولسوالۍ دلوکامناره په ساحه کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې  له يوه  کور څخه  دپلټنې په بهيرکې  له يوه کور څخه يوه تومانچه ، درې مترولا مخابرې ، دوه کلچې تروتيل ، څلور لاسي بمونه ، دکلاشينکوف يو شارژور ، دوه دګولۍ ضد واسکټونه  درې پرتلې ،يوه چريکي بستره،دوه برچې ،دپوليسو يو ولچک،پنځه جوړې عسکري بوټان ،يوه جوړه دستکش،يو باراني جمپراو وسايل  ترلاسه شوي  چې دجبل السراج ولسوالۍ ملي امنيت ته وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته