اقتصاد

دميدان وردګو ولايت داقتصاد رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر دوري لسمه
دميدان وردګو ولايت داقتصاد رياست دنوى ودانۍ دجوړولوکار نن پيل شو .
دغه ودانۍ دميدان وردګو ولايت په مرکز کې ديو جريب ځمکې په ساحه کې جوړيږي .
  دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياني ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې وويل، دغه ودانۍ داقتصاد وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ددولسو مليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دميدان وردګو ولايت داقتصاد رييس دباختراژانس خبريال ته وويل ،دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې په يوکال کې جوړيږي  چې ديارلس اداري خونې او نور ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته