امنیت

د طالبانو له خوا درې تنه تښتول شوي پوځيان آزاد شول

کابل باختر د وري  پنځه ويشتمه :
وسله والوطالبانو په بدخشان ولايت کې د٧تنو پوځيانو له جملې څخه چې تښتولي  يې وو؛ ٣ تنه يې آزاد کړل .
دغه سرتيري پرون ناوخته آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شول   .
د بدخشان ولايت سرپرست شاه ولي الله اديب له رسنيو سره په اړيکه کې د طالبانو له خوا د اردو د دغو دريو تنو پوځيانو آزادي تاييدکړه .
ده وويل: دغه پوځيان د سيمي د مشرانو په هلوځلو سره آزاد شول .
طالبانو څه ناڅه پنځه ورځې مخکې د جرم په ولسوالۍ کې د اردو د سرتيرو په څو پوستو پراخ بريدونه وکړل .
د دغو بريدونو په بهيرکې د اردو څه ناڅه ٣٠ تنه سرتيري د يرغلګرو له خوا په ډزو سره ووژل شول يايې سرونه غوڅ کړي شول.
دغه راز يرغلګرو د دغې جګړې په پاى کې اووه تنه سرتيري وتښتول. 
سيمه ئيز مقامات وايي: تر اوسه پورې له طالبانو سره د څلور تنو اسيرو پوځيانو د حالت په باب خبر نه لري .
د بدخشان ولايت سرپرست وايي: په دغو جګړوکې طالبانو ته هم د سر دروند زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته