امنیت

دکورنيو چارو وزارت وياند : د نيکمرغه کوچني اختر په دريو ورځوکې په کابل کې پنځه ديرش ډار اچوونکي بريدونه شنډ کړى شول .

-کابل باختر دغبرګولې  اوولسمه :
دکورنيو چارو وزارت  وياند نن څرګنده کړه  چې ددولت وسله والو مخالفانو د نيکمرغه کوچني اختر  درخصتى  په دريو ورځو کې دهېواد په پايتخت کې  دپنځه ديرشو  ډار اچوونکو بريدونو نيت درلود چې دامنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړى شول .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دکورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي زياته کړه  چې دغه راز امنيتي ځواکونو دنيکمرغه کوچني اختر په دريو ورځو کې دهېواد په ګوټ ګوټ کې ددولت  دوسله والو مخالفانو اويا ډار اچوونکي بريدونه شنډ کړي دي .
  ده زياته کړه چې په چاوديدونکو توکوبار ديو موټر او دڅلورو مقناطيسي  ماينونو دچاودنې مخنيوى  په کابل کې  دکشف شويو مواردو له جملې څخه دي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته