کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن دافغانستان لپاره دناټو له جګپوړي ملکي استازي اسماعيل اراماز سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو دهغې غونډې لپاره دتياري په باره کې چې په راتلوونکي اوونۍ کې په وارسا کې دناټو دسازمان دمشرانو دغونډ ې په بهيرکې دافغانستان په باب جوړيږي دافغانستان داسلامي جمهوريت
دهيئت د ګډون او افغانستان ددغې غونډې داهميت په باب خبرې وکړې.
دکتنې په دوام د افغانستان دحالاتو ، د حکومت د وروستيو برياليتوبونو او دافغانستان په باب دبروکسل کنفرانس ته د تياري په اړوند هم خبرې اترې وشوې .
3 د یوې دقیقې څخه لږ