سیاست

تبصــره :

کابل باختر د ثور دمياشتې ٩ :
دثور دمياشتې داتمې درناوى ، ددې هېواد د زرګونو تنو اتباعو وينې ته درناوى دى  چې دڅوارلسو کلونو پرله پسې  اوسخت جهاد په بهېرکې يې داسلامي انقلاب نيالګى ثمر ته ورساوه  او ددې هېواد دخلکو ستر آرمان  چې داسلامي انقلاب برياليتوب و ، ترسره کړ.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
پرون دثور دمياشتې اتمه په افغانستان کې داسلامي انقلاب دبرياليتوب له درې ويشتمې کاليزې سره برابره وه . په دې ورځ  افغان   مجاهدينو دکابل په نيولو سره داسلامي انقلاب برياليتوب اعلام کړ او دافغانستان دخلکو په سياسي ژوندانه کې نوى فصل پرانستل شو.
دثور اتمه داسلامي انقلاب دبرياليتوب کاليزه ددې هېواد دزرګونوتنو ميړنيو بچيانو  دوينې او سر بيه وه  چې  دسره پوځ دتيري په وړاندې دڅوارلسو کلونو جهاد اومقاومت په بهېرکې اسلامي انقلاب بري ته ورساوه اويو ځل بيا يې  ديوه ملت ميړانه  اوزړورتيا نندارې ته وړاندې کړه.
دثور اتمه دهېواد په کليزه کې  يوه مبارکه  او وياړلې ورځ ده  چې په آزادۍ او په آزادۍ کې  په ژوندانه ديوه ژمن ملت اراده او هويت په ډاګه کوي.
په افغانستان کې داسلامي انقلاب برياليتوب اوديوه بې ساري اسلامي دولت  جوړيدل دافغانستان دمجاهد پال ملت هيله او آرمان و چې  تحقق يې وموند خو دثور دمياشتې  له اتمې نيټې وروسته پيښو اودګاونډيو  هېوادونو لاسوهنې ددغه ستر باليتوب په برخه کې  زياتې ستونزې او ناخوالې پيدا کړې.
داسلامي انقلاب له برياليتوب وروسته افغانستان  دبهرنيو استخباراتي  کړيو په اشاره  له تپل شوې کورګډې جګړې سره مخامخ شو او په هېواد کې ديوه مقتدر اسلامي حکومت دجوړيدو فرصت يې واخيست او دا کار ددې سبب شو چې  دهېواد زياتره سيمې په کنډوالو بدلې شي . هغه څه چې دثور دمياشتې له اتمې نيټې وروسته  رامنځته شول   خپل عوامل او انګيزې لري چې په هيڅ نامه نه شو کولاى  هغه  دسره پوځ دتيري په وړاندې دافغانستان دخلکو په اتلوالو مبارزو پورې اړوند وبولو .
دثور دمياشتې  له اتمې نيټې وروسته پايلې  نه شي کولاى  دبهرني تيري او يرغل په وړاندې په حق غوښتوونکو  مبارزو کې دافغانانو وياړ اوميړانه ترخپلې اغيزې لاندې ونيسي .
هغه ناوړې  اوکرغيړنې پايلې  چې په افغانستان کې داسلامي انقلاب له برياليتوب وروسته رامنځته شوې ، خپل عوامل لري .
په لومړي ګام کې بايد وويل شي چې ديو باثباته اوپياوړي حکومت په جوړولو کې  دمجاهدينو دمشرانو  دتجربې نشتوالى  ددې سبب شو چې دمجاهدينو ترمنځ  امتياز غوښتنه جدي شي . امتياز غوښتنې خپل ځاى اختلافونو ته پريښود.
ستونزه په دې کې ده،  هغه هېوادونه چې  کلونه کلونه يې دپخواني شوروي اتحاد په وړاندې  دافغان  مجاهدينو ملاتړ وکړ دپخواني شوروي  په تجزيې او دمجاهدينو په برياليتوب سره په افغانستان  او سيمه کې ددوى ګټې اوکار پاى ته ورسيد او افغانستان او مجاهدين يې هېرکړل . که چيرې  هغوى له افغان  مجاهدينو سره اوږه په اوږه  مرسته کړې واى اويا څه ناڅه په افغانستان کې دمغرضوګاونډيو هېوادونو دلاسوهنې مخه يې نيولى واى اوس به   دمجاهدينو او داسلامي انقلاب په نسبت  اوتې بوتې  نه واى . دقدرتمندو هېوادونوله خوا دافغانستان اودمجاهدينو هېرولو دمغرضو ګاونډيو هېوادونو دلاسوهنې اوسيالۍ لپاره زمينه برابره کړه او دغه هېوادونه په تيره بيا پاکستان ددې فرصت ترلاسه کړ چې دافغانستان په پرمختياو کې  اوچت لاس پيدا کړي.  اوله دغه هېواد او خلکو څخه يې دځانګړو امتيازونو دترلاسه کولو او واکمنۍ په فکر کې شي  اوپه هغه نفوذسره يې چې  دځينو پخوانيو جهادي جريانونو ترمنځ يې  لاره ، په افغانستان کې يې  د جګړې تنور لاپسې تود کړ .
په پاى کې  افغان مجاهدين اوملت يې ديوه بې ساري اسلامي حکومت دجوړولو له خوب څخه لرې  کړل   او دافراطي او په ځان پورې داړوندو جريانونو دجوړولو لپاره يې  ددغه شان  ناوړو پرمختياو په شتون کې هلې ځلې وکړې  چې دطالبانو پروژه  دافغانستان په وړاندې  ددغه شان چلند زيږنده وه .
په يقين سره کولاى شو ووايو  چې افغان مجاهدينو داسلامي انقلاب له برياليتوب وروسته ځان په يوه تپل شوې جګړه کې  وليده اويو ځل بيا دې ته اړ شول  چې وسله  په اوږو کړي او ترلاسه شوي ارزښتونه وساتي.
په هر ترتيب دثور  اتمه دافغانستان دخلکو لپاره يوه وياړلې ورځ ده چې ثابته يې کړه  چې دغه هېواد څوک نه شي نيولاى  ميړانه او آزادي ددغه هېواد دخلکو دبرخليک اومفکورې يوه برخه ده .
دثور  اتمه  ديو داسې ملت  داتلوالۍ او مبارزې څرګندويه ده چې  په بربنډو پښو او په وږو  ګيډو اوتشو لاسونو دستر نړيوال قدرت پرخلاف  جګړې ته ور ودانګل . دثور اتمه  دآزاد ژوند او  دآزادې مفکورې لپاره  اوسنيو اوراتلوونکو نسلونو ته درس دى . چې وياړنې يې نه شي کولاى  دګاونډيو هېوادونو په استخباراتي دسيسو اوپروګرامونو کې خپل رنګ  وبايلي  چې  درناوى يې کوو او  پرې وياړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته