سیاست

دمالیې وزیر د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې وکړې

کابل باختر دکب نولسمه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت له سفیر ښاغلي اوزان ارطغرل، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا، د افغانستان او ترکیې تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون په جوړیدو، په هغو پروژو چې د دغه هیوادغه هیواد سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاو په برابریدو، مالیاتو او په یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
ټاکل شوی ده د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د دواړو خواو له هوکړې څخه وروسته په نږدې راتلونکې کې جوړ شي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته