کاپيسا باختر دزمري دمياشتې ٤ :
د کاپيسا ولايت د کوهستان لومړۍ برخې د ولسوالۍ دوه تنه اوسيدونکي تېره شپه ووژل شول.
د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق باختر آژانس ته وويل چې دغه دوه تنه د کورني تاوتريخوالې له امله ووژل شول.
ده زياته کړه چې دغه راز په دې پيښه کې يو تن بل ټپي شوى دى .
عبدالفتاح وويل چې د دغې قضيې په اړوند پوليسو درې تنه نيولي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ