ټولنه

د جوزجان خلکو په شور او ځوک سره رايه ورکړه

کابل باختر دلړم لومړۍ
له امنيتي ګواښونو سره سره د جوزجان خلکو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په پراخ ډول ګډون وکړ .
د جوزجان د انتخاباتو د کميسيون سرپرست حميدالله بلوڅ باختر آژانس ته وويل په جوزجان ولايت کې ۹۷ زره ۴۷۴ تنو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نومونه ليکلي و چې له دې جملې څخه څه ناڅه ۵۰ زرو تنو رايه ورکړه چې په سلوکې ۵۴ ښځې تشکيلوي .
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال  فقير محمد جوزجاني وويل: د انتخاباتو په لومړۍ ورځ له امنيتي تدبيرونو سره سره د رای ورکولو په مرکزکې  يو توغندى ولګيد چې له امله يې د پوليسو دوه سرتيري شهيدان او د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
د دښمن دغه تحرکات د فيض آباد، منګجک، خانقا، قوش تيپې او آقچې په ولسواليو او د شبرغان ښار په جنوب کې د انتخاباتو د ګډوډولو په مقصد هم  محسوسيدل .
ده زياته کړه چې د بايومتريک دستګاوې سم کار نه کاوه او له هغو سره د انتخاباتو د کارکوونکو نه بلدتيا د رايو د مرکزونو په پرانستلوکې  ځنډ او د رای ورکوونکو د لستونو  نشتوالی د دې سبب شول چې يوشمېر خلک د د رای ورکولو له حق څخه بې برخه شي .
ويل کيږي تر اوسه پورې نوماندانو ۱۴۵شکايتونه د شکاياتو د اوريدو په کميسيون کې ثبت کړي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته