امنیت

دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې ٢٦ تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند نيول شوي دي .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٩
پوليسو دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې ديوه بهرني تبعه په ګډون ٢٦ تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند نيولي دي .
دنشه يي توکو او مسکراتو دجرمونو پرخلاف دمبارزې عدلي او قضايي مرکز باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : په تيرو ٧ ورځو کې دنشه يي توکو دقاچاقو د ١٥ قضيو په اړوند ٢٦ تنه دکشفي او امنيتي حواکونو له خوا دهيواد په بيلابيلو سيمو کې نيول شوي دي او دعدلي او قضايي څارنې لپاره دنشه يي توکو او مسکراتو دجرمونو پرخلاف دمبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.
په نيول شويو کسانو کې دقندهار له ولايت څخه دوه تنه ښځې او يو ايراني تبعه هم شامل دي چې په هرات ولايت کې نيول شوي دي.
دغه ٢٦ تنه دپوليسو له خوا دتخار ، قندهار ،کندز ،کابل، فراه ،او دهرات په ولايتونو کې نيول شوي دي.
پوليسو له نيول شويو کسانو په ټوليزه ټوګه ٢٩٠ کيلوګرامه هيروين ،٣٠٨ کيلوګرامه مورفين،٢٠١٩کيلوګرامه اپين،١٦١کيلوګرامه چرس ، ٢٨٨٠ کلدارې ،٢٠٠ امريکايي ډالره ،١٢ ليږدونکي وسايط له پنځو ګوليو سره يې يو ټوپک او ٢٧ مبايل تيلفونونه کشف او ضبط کړي دي.
دنيول شويو کسانو دوسيې دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې تر عدلي او قضايي څارنې لاندې دي.
داپه داسې حال کې ده چې د روان کال دوري په مياشت کې د ٤٤ قضيو په اړوند ٥٢ تنه دهيواد په بيلابيلو سيمو کې نيول شوي دي او له اړوندو دوسيو سره يې دمسکراتو او نشه يي توکو دجرمونو پرخلاف دمبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته