-کابل / دثور ١٣مه / باختر:
دهرات روغتيايي مسوولين خبر دارى ورکوي چې دکرونا ويروس په وړاندې دخلکو بې پروايي اونه پاملرنه به ناتار رامنځته کړي .
دهرات دعامې روغتيا رييس عبدالحکيم تمنا په داسې حال کې دغه موضوع څرګندوي چې دهغه دڅرګندونوله مخې ، تراوسه پورې دهرات دټولنې په سلو کې پنځوس په خطر کې دى .
دهرات دعامې روغتيا رييس دښار دقرنطين په دوران په ټينګار سره وايي چې تالارونه ، ورزشي کلپونه ،رستورانتونه او ګڼ مېشته عمومي مرکزونه دې ونه پرانستل شي .
دتمنا په باور دکرونا ويروس دپېښو کمښت ښايي درې مياشتې وخت ونيسي.
دهغه دڅرګندونوله مخې، دغه پړاو ډير زيات خطرناک دى اوخلک بايد پاملرنه وکړي .
تمنا زيانوي که چيرې حالت په همدې حال دوام وکړي او د کرونا ويروس دخطر په وړاندې دخلکوبې پروايي او نه پاملرنه زياته شي دناتار په لور ګام اخلو .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل