امنیت

په غزني کې ٧ تنه وسله وال طالبان نیول شوي دي

کابل باختر د کب د میاشتې ۲۶ مه
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې اووه تنه وسله وال طالبان نیول شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه وسله وال طالبان پرون د ګډو افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې شپږ تنه نور هم د وسله والو طالبانو د اړیکو په تور نیول شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته