خبرونهنړۍ

په عراق کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید شوی دی

بهرنۍ سرچینې/ کب۲۲مه/ باختر

نن د عراق په اربېل کې څو توغندي د امریکا پر قونسلګرۍ لږېدلي دي.

د عراق خبري آژانس راپور ورکړی چې د عراق په اربېل کې څو توغندي د امریکا پر قونسلګرۍ لږېدلي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه  یې کره مالومات نشته.

په ورته وخت کې یو امریکایي چارواکي رویترز ته ویلي چې امریکایي سرتېرو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د امریکا متحدو ایالاتو دغه بریدونه غندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له بریدونو سره سم په بغداد کې د امریکا د سفارت دروازه تړل شوې ده.

د عراق یو امنیتي چارواکي اسوشیتید پریس ته ویلي چې دا توغندي د ایران له خوا وېشتل شوي او یوه امریکایي چارواکي هم له بي بي سي سره دا خبر تأیید کړی دی.

په همدې حال کې په عراق کې شیعه نظامیانو ته ورته رسنۍ د ایران اسلامي جمهوریت د صابري نیوز له مخې لیکي چې لسګونو چاودنو د اربېل ښار ولړزاوه او د اربېل هوايي ډګر ته څېرمه له امریکايي پوځي اډې سره ۱۴ توغندي لږېدلي دي.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د بریدونو په اړه څېړنې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته