ټولنه

حامد کرزي د خوست د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګدوڼ وکړ.

کابل باختر د وري شلمه 
د افغانستان پخواني جمهور ریس حامد کرزي پرون دچهارشنبې په ورځ د خوست ولایت د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګدوڼ وکړ.
دحامدکرزي له دفترڅخه باخترآژانس ته په رسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
حامد کرزي د شهیدانو کورنیو او دوستانو ته د تسلیت او خواشینۍ مراتب وړاندې، شیهدانو ته یې د لوی خدای(ج) له درباره د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر هيله وکړه.
د ۱۳۹۴ کال د وري د میاشتې په ۱۳مه نېټه په خوست ولایت کې، د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د دغه ولایت څه د پاسه ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ځانمرګي بریدګوونکې له ځان سره شته چاودېدونکو توکو ته د لاریون کوونکو په منځ کې وچول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته