سیاست

د افغانستان د عالمانو شورا: په جوماتونو، هدیرو، جنازو او پرعامو خلکو برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل دی

– کابل باختر دلړم دمياشتې  ٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د عالمانو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه د دغې شورا د غړي مولوي شهزاده شاهد له خوا ولوستل شوه چې په ځینو برخوکې یې راغلي دي :
د عالمانو شورا، د لوی اختر په ورځ د لوګر ولایت د مرکز د لوی جومات پر لمونځ کوونکو هغه ناځوانمردانه برید چې د لوګر د والي ارسلاجمال د شهادت او یو شمېر نورو مسلمانانو د ټپي کېدلو سبب شو او په دغه جنایت سره یې د قرآنکریم سپکاوی او بې حرمتي وکړه او د الله ج د عظیم او مبارک کتاب څخه یې د خپلو شومو هدفونو د ترسره کولو لپاره ناوړه استفاده وکړه، غیر اسلامي او غیر انساني عمل ګڼي.
د عالمانو شورا، په جوماتونو، هدیرو، جنازو، جرګو او د عامو خلکو د راټولیدو پر مرکزونو باندې برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل او موخه یې د اسلام بدنامول بولي.
د علماوو شورا، د مخالفینو او د جګړې د ټولو خواوو هغه اعمال چې د بېګناه مسلمانانو د وژل کېدلو او ټپي کېدلو سبب کیږي، په کلکه محکوموي.
د هېواد د علماوو شورا، یو ځل بیا پر وسله والو مخالفینو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان د اسلامي دولت او د سولې له عالي شورا سره خبرو اترو ته کښيني.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له خپل مسلمان او مجاهد ولس څخه غواړي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتوکې هغه چاته رایه ورکړي چې مسلمان، متقي، پر هېواد مین، د ملت خواخوږی، پر خپلو ژمنو وفا کوونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، د دیني او سیاسي بصیرت لرونکی، ښه اداره کوونکی او د اهلیت او لیاقت خاوند وي او هغه چاته له رایې ورکولو څخه ډډه وکړۍ چې ظالم، غاصب، قاتل، خاین او د غیر اسلامي سابقې لرونکی وي.
شورا، پخپله مصوبه کې د ولایتي شورا ګانو د استازو د ټاکلو لپاره هم پر همدغو مواصفاتو ټینګار کړی دی.
د عالمانوسراسري شورا، په کابل کې د یو زیات شمېر اسلامي هېوادونو د جیدو او مشهورو علماوو  د نړیوال کنفرانس هغه پریکړه لیک تائیدوي چې په هغه کې راغلي دي" افغانستان یو خپلواک اسلامي هېواد او د اسلامي امت یوه نه بيلدونکې برخه ده، دیني شعایر پکې جاري دي، قانوني او مشروع حکومت لري، نو شرعا د داسې یو نظام پر وړاندې جنګېدل او قیام کول جواز نه لري."
د عالمانو سراسري شورا، د اسلامي هېوادونو د جیدو علماوو دغه دریځ یو ځل بیا تائید کړ چې ویلي یې دي"  مونږ د ټولې اسلامي نړۍ  پر دیني علماوو غږ کوو چې د اسلام حقیقي بڼه نړیوالو ته ور وپیژني او په ټولو برخوکې د یو اسلامي متحد صف د رامنځته کولو لپاره کار وکړي، خلکو ته د اسلامي ارزښتونو، احکامو او اصولو په پوهاوي کې خپل رول ادا کړي، چې بې له شکه سوله، ورورګلوي او اسلامي نږدی والی او اړیکې له هغې جملې څخه دي ترڅو خلک پوه شي او د بېګناه مسلمانانو له وژلو او وینو تویولو او ویرې اچونې څخه مخنیوی وشي او هغه مراجع چې په بې خبرۍ او یا د سیاسي ملحوظاتو په خاطر د تاوتریخوالي بیانونه خپروي او یا په ناروا توګه د مسلمانانو د قتل حکمونه صادروي او بې غیر له دې چې له قرآن او سنت څخه دلیل ولري د وروڼو ترمنځ د اختلاف لامل ګرځي، د دغه کار له دنیوي او اخروي عواقبو څخه خبر کړي.  "
شورا، په همدې توګه د اسلامي هېوادونو د جیدو علماوو دغه غوښتنه تائیدوي چې "  مونږ له طالبانو او د افغانستان له حکومت څخه غواړو چې د رغنده او مستقیمو خبرو له لارې د خپل کور ستونزه د پردیو له مداخلې پرته آواره کړي، ترڅو له کړاوونو څخه د وتلو او افغان ولس ته د سوله ایز ژوند لاره آواره شي، مونږ د اسلامي نړۍ علما د ښکیلو ډلو ترمنځ د منځګړیتوب، روغې جوړې او هر راز مرستې ته تیاریو.  "
دعالمانو شورا، په کابل کې له امریکې سره د امنیتي سند په اړه  له جوړیدونکې لویې جرګې څخه خپل ملاتړ اعلانوي او په اسلام کې  شورا یو اصل ګڼي او په دې باندې ټینګار کوي چې د جرګو جوړول بې ګټې نه دي، او تمه لري چې له دغې جرګې څخه هغه څه را و وځي چې د اسلام او زموږ د مسلمان ملت په خیر او ښیګڼه تمام شي.
حامدکرزي د علماوو د سراسري شورا له مصوبې څخه خوښي څرګنده کړه، ويې ویل: ستاسو په دغه مصوبه کې د افغانستان د ملت لپاره د خیر، سولې او ولسواکۍ مهم پیغامونه نغښتي دي.
جمهوررئیس کرزي د انتخاباتو ترسره کيدل په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د هېواد د پرمختګ په لاره کې مهم قدم وباله، ويې ویل چې د افغانستان ملت به په دغو انتخاباتو کې د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي .
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: په هغه څه چې ډاډمن یو، هغه دا دى  چې د افغانستان ملت په مخ کې  یو نیک سفر لري او په یو مثبت لوري روان دی. د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس به د دولت یو منظمه دستګاه او له مخکې څخه تنظیم شوې اړیکې ولري.
حامدکرزي چین ته د خپل وروستي سفر په اړه د علماوو شورا ته معلومات ورکړل، ويې ویل: د چین ستر هېواد چې ۱۳۰۰ میلیونه نفوس لري چارواکو یې د افغانستان له هیات څخه تود هرکلی وکړ.
ده وویل: د چین له جمهوررئیس سره په کتنه کې یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په باب خبرې وکړې چې د چین جمهوررئیس ورته څرګنده کړه چې هېواد یې د افغانستان حالت او مجبوریتونه درک کوي او له ټولو هغو توافقاتو څخه ملاتړ کوي چې هغه د افغانستان د ملت په خیر وي.
جمهوررئیس کرزي د چین بې ساري پرمختګ ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د دغه هېواد ټول پرمختګ د هغه د خلکو په خپل لاس او زیار شوی شوی دی او زموږ د هېواد آبادي او پرمختګ هم باید د هغه د ځوانانو په لاس وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته