روغتیا

جمهور ريیس غني: د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره دې لازم تدابیر ونیول شي

کابلدکب٧مهباختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمداشرف غني په مشرۍ کرونا ویروس سره د مقابلې او د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیولو په خاطر فوق العاده غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر عامه پوهاوي د ټینګار پر مهال وویل: د کرونا ویروس د پېښو د دقیقو شمېرو ترلاسه کولو لپاره کاري ګروپ جوړ شوی دی.
هغه د لازمو اقداماتو پر تیاري او د عامې روغتیا وزارت او ټولو اړوندو ادارو پر محافظتي اقداماتو ټینګار وکړ.
وروسته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د کرونا ویروس د ګواښونو او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدهارون چخانسوري،  د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزرات معینې ډاکټرې عالمې او د سوداګرۍ وزارت تجارتي معین او سرپرست عبدالکریم ملکیار د سیمې هېوادونو ته د تګ راتګ، وارداتو او صادراتو او ایران سره د همغږۍ په برخو کې د محافظتي اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.
د عامې روغتیا وزیر وویل: موږ د پېښو د څارنې او پېژندنې، همغږۍ او بسیج، د پېښو د مدیریت، روغتیایي خدمتونو د ترویج، د ګواښونو مدیریت او اړتیا سنجولو په پنځو محورونو کې لازم چمتووالی لرو.
په دې غونډه کې څرګنده شوه، والیانوته لارښوونه شوی چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي هراړخیزې برنامې جوړې او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
جمهور ريیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په خاطر د سیمې او بین المللي سازمانونو په کچه همغږي رامنځته کړي.
جمهوررئیس غني مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د یاد ویروس د مخنیوي په خاطر ۱۵ میلیونه ډالر د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي همدا راز دې ۱۰ میلیونه ډالر د ریزرف په توګه هم یاد وزارت ته تخصیص کړي.
جمهور ريیس د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې پر ملي بسیج د ټینګار پر مهال وویل: کاري ډله موظفه ده چې د دغه ویروس د مخنیوي په موخه له خصوصي سکتور سره هوکړې ته ورسېږي او په همغږي ډول له دولت سره کار وکړي.
جمهور ريیس څرګنده کړه، باید په ټولو ځمکنیو او هوايي بندرونو کې اسانتیاوې رامنځته او زیانمنې شوې سیمې وپېژندل شي او د ټولو تدابېرو تر څنګ دې د خوراکي او سون توکو زېرمو ته ځانګړې پاملرنه وشي. 
جمهوررئیس غني د کرونا ویروس پر اطلاع رسونې ټینګار وکړ ويې ویل: د ګڼې ګوڼې ځایونو، پوهنتونونو او ښوونځیو کې دې عامه پوهاوی وشي، د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي دې د عامه پوهاوي پلان ترتیب کړي، همدارنګه دې پر تعقیبي میکانیزم کار وشي.
پاىشکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته