کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ډاکترمحمد اشرف غني ا حمدزي نن دافغانستان د ژغورنې دملي جبهې ګوند او داسلامي انقلاب ګوندله غړو سره په جلا جلا توګه وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغو کتنو کې چې په ارګ کې وشوې دوى دافغانستان د جمهوررييس په توګه دډاکتر محمداشرف غني احمدزي دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله .
جمهوررييس له فسادسره دمبارزې اوپه هېوادکې دسولې اوثبات دتامينولو په برخو کې ددغو ګوندونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
ډاکترمحمداشرف غني احمدزي په دې باندې په ټينګارسره چې دافغانستان له خلکوسره به تل په اړيکه کې وي وويل : دارګ او جومات ترمنځ واټن لنډوم
ده وويل : نن ورځ هغه مقام چې زه ورته رسيدلي يم دافغانستان دخلکو دهمکارۍ زيږنده دى او زه هلې ځلې کوم چې دبيوزلو په حالت خبر واوسم او دلوى خداى ج له دربار څخه هيله لرم چې خپلو خلکو ته دخدمت جوګه شم.
1 1 دقیقه لوستل