امنیت

د ننګرهار لپاره د داعش مرستيال ووژل شو

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د ننګرهار لپاره د داعش ډلې مرستيال په عملياتو کې ووژل شو.
په مصطفی مشهور لعلي ګل تېره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
د ننګرهار د ملي امنيت يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د داعش ډلې مرستيال کله چې د ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو بوخت و، پرې بريد وشو.
هغه ملا مصطفی په ننګرهار کې د لسګونو تروريستي بريدونو عامل وباله او ويې ويل چې په دغه ولايت کې زياتره ماین ښخونې، هدفي وژنې او وسله وال بريدونه د ده په لارښوونې ترسره شوي دي.
امنیتي مامورینو د داعش ډلې د دغه جګپوړي غړي له پټنځي څخه چاودېدونکي توکي او جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته