امنیت

د کابل- مزارپر لويې لارې د طالبانو ناکامه بريد

– پلخمري / د چنګاښ ١٧مه/ باختر
د کابل-مزار پرلويه لار د وسله والو طالبانو بريد ناکام شو.
دغه بريد چې تېره شپه وشو٩ طالبان ووژل شول او٥ نورټپيان شول.
د رارسېدلوخبرونو له مخې، پردغو يرغلګروهغه وخت پوځيانو ډزې وکړې چې غوښتل يې د پلخمري ښارپه مربوطاتو کې د کابل – مزار په لويه لاره کې په درېدو سره سوداګريزکاروانونه ودروې او اور ورته واچوي.
د بغلان د پوليسو وياند جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل؛ په دې نښته کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نورټپيان شول.
ده تاييد کړه چې يرغلګرو په سودا ګريزو کاروانونو د بريد نيت درلود خوسيمې ته        په وخت سره د پوځيانو په رسېدو سره هغوى په خپل کاربريالي نه شول.
د بغلان د پوليسو وياند وايي  د دغې پېښې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو سيمه ييزقوماندان په متقي مشهورقاري جمعه ګل هم شامل دى.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته