امنیت

يو ديرش کيلوګرامه نشه يي توکي چې ايران ته ليږدول کيدل ضبط شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
يو ديرش کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکې  دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دمديريت دموظفينو له خوا کشف او ضبط شول .
د نيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې مدير سمونمل پرويز حسنى باختر آژانس ته وويل: په دغو توکو کې يوويشت کيلوګرامه اپين اولس کيلوګرامه هيروين شامل و چې په يوه باروړونکي موټر کې ايران ته ليږدول کيدل او د زرنج ښار دجنوب په شپږ کيلومترى واټن کې دوريښمو پله په ساحه کې کشف او ضبط شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى او پوښتنې ترې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته