سیاست

افغانستان له ازبکستان سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا بحثونه پیل کړل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په هدایت افغان پلاوي د ازبکستان له لوړ پوړو امنیتي منسوبینو سره، د دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاريو پر پراختیا او بهبود لومړني مذاکرات پیل کړل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي په مشرۍ افغان پلاوي د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال باباخان اکبرخان ویچ او ملګري پلاوي سره ولیدل، په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي حالت بحث شو.
د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال افغان پلاوي ته له تاوده هرکلي ویلو وروسته، افغانستان د ازبکستان ورور او دوست هېواد یاد کړ، نوموړي وویل، چې یوازې جغرافیوي پوله نه بلکې شریک ارزښتونه، مشترکه ژبه او ګډ کلتور د دواړه هېوادونو ولسونه له یوبل سره تړلي او نږدې ساتلي دي.
ښاغلي اکبر خان ویچ وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو له څرنګوالي څخه خبر دی او د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې یې دخپل هېواد له همکاريو څخه ډاډ ورکړ.
اکبرخان ویچ انديښنه ښکاره کړه، چې په سیمه کې یوه ترهګریزه ډله د ازبکستان له نوم څخه ناسمه ګټه پورته کوي چې له امله یې په اندیښنه کې دي، نوموړي زیاته کړه چې د ازبکستان خلک او دولت د تروریستانو هر ډول فعالیتونه په کلکه غندي.
د افغان پلاوي په استازيتوب ښاغلي لوی پاسوالو جانان بارکزي او د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال ښاغلي متین بیګ ازبک لوري ته د افغانستان د امنیتي حالت او ستونزو د څرنګوالي په رابطه مالومات ورکړل. دوی وویل چې تروریزم یوازې د افغانستان ستونزه نه ده، بلکې ترهګري دا مهال د سیمې له پاره په مشترک ګواښ بدله شوې او د دې مشترک ګواښ پر وړاندې یې ګډه مبارزه د حل لاره و بلله.
افغان لوري وویل، چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په موخه د سیمه ییزې اجماع رامنځته کیدو چارې بايد چټکې شي او په دې برخه کې یې د ځینو هېوادونو پر همکارۍ او روښانه دریځ ټینګاروکړ.
دواړو لورو پر ګډه پوله د امنیت د ټینګښت په موخه پر شریکو اقداماتو هم بحث وکړ، افغان پلاوي وویل، چې د پولې د امنیت د ټینګښت په له پاره باید افغان سرحدي ځواکونه تجهیر او وروزل شي.
افغان او ازبک پلاوي د خبرو په پایله کې دې نتجې ته ورسیدل ترڅو د همکاریو د دوام په ځانګړي توګه، په سرحدي سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو، نشه یي توکو قاچاق، سازمان شویو جرمنو او غیر قانوني تګ راتګ د مخنیوي په موخه د همکاريو د چوکاټ له پاره هوکړه ترتیب او د دواړو هېوادونو د مسوولینو لخوا د تطبیق په موخه لاسلیک شي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته