سیاست

دجمهور رييس حامدکرزي پيغام

په افغانستان کې دمشروطيت  غوښتنې او ددموکراسي دتګلوري دسيمينار له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .

  زموږ په هيواد کې دڅرګندو غورځنګونو تاريخ دمشروطيت  غوښتنې غورځنګ له پيل سره پيوند خوري څه دپاسه   سل کاله مخکې  په کابل ښار  کې دهيواد د منور قشر ترمنځ دتنور اونوي کولو او داستبداد او زندي کولو ضد مفکورو لومړني حرکتونه څرکند  شول .

 دافغانستان دسراج الاخبار دټولنې جوړيدل  او وروسته په پرله پسي  توګه  دسراج الاخبار افغانيه خپريدل او له دې سره جوخت دلومړي مشروطيت  دغورځنګ   څرګنديدل او دهيواد دخپلواکۍ تر ګټلو پوري دهغه دوام ، په اماني دوره کې دافغانستان دلومړني اساسي قانون تصويب ، دشاه محمود  خان دصدارت د دوري دموکراسي ، دملت  دبابا   اعليحضرت  محمد ظاهر شاه  دسلطنت دورستيو کلونو ددموکراسي  لسيزه  او په هيواد کې ددموکراسي  نننۍ غورځنګ  چې سفر يې لس کاله مخکې زموږ هيواد والو پيل کړي دي  داټول زموږ په هيواد کې دمفکوري او نظريي  دبدلون او پرمختيا دتګلوري جريانات  نندارې ته  وړاندې کوي .

 ددغو  ټولو فکر بدلونونو  نقادانه او تاريخي څيړنه او په افغانستان کې دبيلابيلو  نويو مفکورو د څرګنديدو  دزمينو برابريدل  دهيواد دځوان نسل له نننيو اړتياو څخه دي ، زموږ ځوان نسل بايد ددغو پيښو  په ټولو جرياناتو  خبر وي  او له دغو جرياناتو  څخه زده کړي  هغه سيمينار چې نن دهيواد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت جوړ کړي دي تر يوې اندازي پوري  دغو اړتياو ته ځواب ورکوونکې  دي ، ددغه سيمينار  په جوړيدو  سره بايد داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه وکړو خو دهيواد له روښانفکرانو او دمعاصر تاريخ له   پوهانو  څخه زما هيله داده چې په هيواد کې دنويوغورځنګونو دپيدايښت  ، پياوړتيا او دغه راز دنه ځواکمني دعلتونو په باب واقعبينانه څيړني وکړي .  چې راتلونکې نسلونه ددغو جرياناتو په باب  لکه څنګه چې و په سمو او په حقايقو ولاړ و اطلاعاتو  برلاسي  ولري .

 هيله لرم ددغه دوه ورځني  سيمينارمقالې او خبري زما دغه هيله پوره کړي .

   دلوى خداى ( ج )   له دربار  څخه ددغه سيمينار دټولو  جوړونکو اوبرخه والو دبرياليتوب هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته