خبرونهامنیت

په بادغیس کې دوه طالبان د خپل ماين ښکار شول

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

دوه وسله وال طالبان د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې د بادغيس د جوند ولسوالۍ په یو سړک ماين ځاى پرځای کړي.

سرچينه زياتوي چې په دې چاودنه کې يو بل ماين ښخوونکی ټپي شوى دى.

ختم- صنم- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته