اقتصاد

دمالیې وزیر د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک (AIIB) له لوړ پوړي پلاوي سره په ګډه د اوبو او سولري برېښنا په برخو کې د سروې او لومړنیو څېړنو په موخه له ختیځو ولایتونو څخه کتنه وکړه

کابل باختردسلواغې ٢ نيټه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون دانرژۍ او اوبو وزات د انرژۍ مرستیال محمدګل خلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب، د اسیابنسټیزې پانګونې بانک مرستیال او د همکاریو مسؤل ښاغلي ډانیل الکسانډر، او د دې بانک د پانګونې رئیس او مرستیال ښاغلي پانډیان، چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی وو هم حضور درلود، د اسیابنسټیزې پانګونې بانک او د ازبکستان جمهوریت د پلاوو د سفر د موخو ترڅنګ، د ختیځو ولایتونو (کونړ، ننګرها او لغمان) د لیدنې موخې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریکې کړې.
ختیځو ولایتونو ته له لوړ پوړي پلاوي سره په ګډه د سفر موخه، د پانګونې د فرصتونو برابرول، مالي همکارۍ، د عمده پروژو پلي کول او د کنړ ولایت د شال او ساګي د بندونو کتنه، د ننګرهار ولایت حصار شاهي سولري برېښنا تولید له پارک او د لغمان ولایت د بابا صاحب د دښتي سولري پارک وه، چې د دې پروژو له ګټې اخیستنې سره به د برېښنا د انرژۍ په برخه کې  د دغه ولایت د اوسېدونکو اړتیاوې تر ډېره بریده حل شي.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته