واشنګتن باختر د غبرګولي اته ويشتمه :
يوه تور پوستى وسله وال ځوان دامريکا دجنوبي ايالت کارولينا په چارلستون پارک کې په يوې افريقايي _ امريکايي کليسا په ډزو سره نهه تنه تور پوستي ووژل .
دغه پيشه تيره شپه رامنځته شوه او پوليسو په دې بريد کې دنژادپالي انګيزې احتمال نه دى رد کړى .
په امريکا کې ډزې او ډله ئيزې وژنې سابقه لري او کله ناکله په دغه هيواد کې دډزو او دخلکو دوژل کيدو خبرونه خپريږي .
دامريکا دچارلستون ښار دپوليسو قوماندان دغه پيښه دکرکې او تنفر له امله يوجنايت وباله او يو سپين پوستې يو ويشت کلن ځوان يې ددغو ډزو مسوول بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ