کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې د هېواد عمومي امنیتي حالت وڅېړه.
باختر اژانس ته درسيدلى خبر له مخې.
په دغې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د غونډې برخه والو په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ملي دفاع وزارت طرحه تر بحث او څېړنې لاندې ونیوله.
ددغې طرحې له مخې په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت د ټینګښت او له ترورېزم سره د جدي مبارزې لپاره باید ټول سرحدونه کنټرول او په دقیق ډول وڅارل شي.
دغه راز د دغې امنیتي طرحې له مخې او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره باید د تروریزم پټنځایونو ته چې له پولې ا خوا موقیعت لري، جدي پام واړول شي.
په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ملي دفاع وزارت په دغه طرحه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې دننه هم باید پر ملي امنیتي ځواکونو باندې د خلکو د باور پیدا کولو لپاره لازمې چارې تر سره شي.
همدا راز د ملي امنیت شورا غونډې په بله برخه کې د چاودېدونکو توکو پر خلاف د مبارزې د ملي ستراتیژۍ طرحه له بحث او څېړنې وروسته تصویب کړه.
د ملي امنیت شورا په غونډه کې د هېواد د امنیتي مرکزونه مسؤولینو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی ؤ.