روغتیا

دبغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې ديوه پنځوس بستريز روغتون دجوړولوکار پيل شو .

کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
دبغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ  کې ديوه پنځوس بستريز  روغتون دجوړولو کار دعامې روغتيا وزارت دمالي او اداري معين ډاکتر عبدالبصير سرور له خوا دهغه دبنسټ د ډبرې په ايښودلو سره پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  ددغه روغتون په جوړيدو سره به داندراب درې  ددرې ګونو ولسواليو ( ده صلاح _ بنو او پلحصار )  څه دپاسه  يوسلو  لس زره کورنۍ په  راتلونکې کې دهغه له خدمتونو څخه ګټه واخلي .
دغه روغتون دافغانستان دحکومت له بودحې څخه دنږدې دريو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت داووه جريبه ځمکې په ساحه کې چې د سيمې دخلکو له خوا ورکړى شوې ده په راتلوونکو دريو کلونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي .
دعامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغې ساحه کې جوړه شوې وه وويل چې ددغه روغتون په جوړيدو سره به داندراب دخلکو  زياته برخه روغتيايي اړتياوې لرې شي .
ده روغتيايي خدمتونه لګښتي وبلل او دسيمې له خلکو څخه يې وغوښتل چې دروغتيايي  مرکزونو دجوړولو  او ساتنې او دروغتيايي  ښځينه پرسونل  دروزنې  او استخدام په برخه کې  له روغتيايي  مسوولينو سره   همکاري وکړي .
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې دبغلان ولايت دخلکو استازي محمد عظيم محسني  دعامې روغتيا وزارت ددغه اقدام له امله قدرداني وکړه اوددغه ولايت دخلکو ستونزو ته دلازياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته