کابل/ باختر/ د سلواغې١٣مه/ باختر
د کابل په پخوانى امنيه قوماندان داوود امين ېره شپه دکابل ښار په شاه شهيد سيمه کې دناپېژاندو وسله والو کسانو له لورې بريد وشو.
د کابل پوليسو دغه خبرتاييد کړ ، ويل شوي دي په جنرال داوود امين تېره شپه د کابل په شاه شهيد سيمه کې خپل کور ته څېرمه د وسله والو کسانو له لورې بريد وشو او په پښه ټپي شو. دهغه روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
پوليس د دغې پېښې دعاملانو دموندلو لپاره هلې ځلې کوي .
پاى ذ