امنیت

د هېواد د مخورو, د ترور تر شا د سولې د دښمنانو لاس دی

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٩ مه
د هېواد د مخورو او کدري افرادو د وژنو تر شا د هغه چا لاس دی چې نه غواړي په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
دغه څرګندونې د اجرائيه رياست لومړي مرستیال، په ملي شورا کې د کابل د خلکو داستازي او د پوهنې د پخواني وزير ډاکټر غلام فاروق وردګ ورور، شهيد شيرولي وردګ د فاتحې مراسمو ته د ورتګ پر مهال وکړې.
ده وويل: شهيد شيرولي وردګ د هېواد يو غښتلی او د ملي مسائلو په اوارولو کې فعال، ځوان شخصيت و چې د سولې د دښمنانو د کرغيړنو دسيسو ښکار شو.
انجینیر محمدخان زياته کړه، د شهيد شيرولي وردګ شهادت يوه لویه تشه رامنځته کړې، خو موږ به پرېنږدو چې د هېواد دښمنان په دومره اسانۍ خپلو کرغېړنو موخو ته ورسېږي.
ښاغلي محمد خان د خبرو په ترڅ کې يو ځل بيا د شهيد له کورنۍ سره په غمجنو ټکو کې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه او وې ويل: دارواښاد بيلتون يوه ستره تشه ده، د الله تعالی له لوی دربار نه دعاء کوم چې دغه تشه د ده په څېر په اشخاصو ډکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته