کابل_ باختر د وږي د مياشتې١٩مه :
د شهید اونۍ په مناسبت د قرآن عظیمالشان د ختم مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني، د کابینې او ملي شورا د یو شمېر غړو، عالمانو او د هېواد د ملي شخصیتونو په حضور کې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول.
په دغه مراسمو کې د هېواد جمهور رئیس او ګډونوالو د هېواد د آزادۍ ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو شهیدانو پاک روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې هغوی ته مغفرت وغوښت.
همدارنګه جمهوررئیس غني نن له غرمې وروسته د جمهوري ریاست د محافظت ریاست د فزیکي امنیت مرستیال شهید جنرال محمدزمان احمدزي د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس یو وار بیا د شهید کورنۍ او دوستانو ته تسلیت ورکړ او شهید ته یې د خدایتعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه او د کورنۍ پاتې غړو ته یې د جمیل صبر هیله څرګنده کړه.
0 1 دقیقه لوستل