سیاست

جمهوررئیس غني د غور له خلکو سره د غمشریکۍ او د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د غور ولایت د وروستۍ پېښې له کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په خاطر پرون یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره د غور ولایت مرکز فیروزکوه ته سفر وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني او د هېواد لومړۍ میرمن د فیروزکوه هوايي ډګر ته له رسیدو سره سم، د ځانګړې نظامې قطعې له معاینې وروسته ورته د پوهنې یو شمېر تنکیو ځوانانو په هېوادنیو ترانو او د ګلانو د ګیډیو په ورکولو هرکلی ووایه.  ورپسې په داسې حال کې چې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکارانو حضور درلود، د غور ولایت د سیمه‌ییزو مسوولینو، مخورو، مشرانو او ځوانانو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
جمهوررئیس لومړی په هغې امنیتي غونډه کې چې د ولایت د مقام په ودانۍ کې جوړه شوه او په هغې کې د سترو امنیتي او دفاعي مسوولینو سربېره، د دغه ولایت سیمه ییزو نظامي مقاماتو حضور درلود ګډون وکړ او د غور ولایت د امنیتي مسوولینو د اجرااتو راپور یې واورید.
د دغه ولایت امنیتي مسوولینو په غور ولایت کې د اجرا شویو پلانونو، اقداماتو او امنیتي تدبیرونو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او جمهوررئیس ته یې ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول توان سره د غور د خلکو د امنیت د ټینګښت په منظور هر اړخیزې هڅې وکړي او هیڅ ډول تروریستي ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنیت او ارامتیا ګډه وډه کړي. 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په دغه ولایت کې د امنیتي مسوولینو د اجرااتو او اقداماتو د راپور له اوریدو وروسته، له ترهګرو سره د مبارزې په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لا تحرک او شریکو هڅو ټینګار وکړ او د غور ولایت امنیتي مسوولینو ته یې دستور ورکړ چې د دغه ولایت د خلکو د امنیت په خاطر دې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او پرینږدي چې د تروریستانو یو شمېر افراد د غور د خلکو د نظم د اخلال او ځورولو سبب یې شي.
وروسته جمهوررئیس او ورسره پلاوي د غور ولایت د وروستۍ پېښې د شهیدانو پاک روح ته د دعا او غمشریکۍ په خاطر د هغوی له کورنیو سره وکتل.
دغه ناسته چې په یوې غمجنې فضا کې جوړه شوې وه، جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ میرمن د شهیدانو د کورنیو د هر یو غړي پوښتنه وکړه او یو ځل بیا یې هغوی ته خپله ژوره همدردي او غمشریکي څرګنده کړه.
جمهوررئیس په دې کتنه کې وویل، د هر ماشوم او کونډې درد د ټول افغان ملت درد دی. ستاسو غم، د افغانستان د ټولو خلکو او دولت درد دی. د شریعت او قانون په اساس له دغو جنایتکارانو څخه د غچ اخیستو په خاطر ستاسو هر یو پیغام درک کولی شم.
جمهوررئیس وویل، زه، لومړۍ میرمن او راسره پلاوی راغلي یو چې تاسې او د غور خلکو سره غمشریکي وکړو، موږ تیار یو له ستاسو څخه یې واورو او ستونزو ته مو رسیدګي وکړو.
په دې ناسته، د شهیدانو یو وارث د ټولو شهیدانو د کورنیو په استازیتوب د جمهوررئیس او لومړۍ میرمنې له همدردۍ او راتګ څخه مننه وکړه او وې ویل چې له تېرو اوو کلونو یو شمېر تروریستي ډلې خلک په بې رحمۍ وژني چې په دې موده کې ددغو ډلو جنایتونه له شمېره وتلي دي.
هغه د بېلګې په توګه د غور د عامه دیوان د غړي، د ترافیکو مدیریت د څلورو کارکوونکو، په روژه کې د څوارلس ملکيانو او د ملي اردو د سرتیرو د شهادت، د عامه نظم د اخلال د تښتوونکو او یرغمل نیونکو یادونه وکړه.
هغه وویل په وروستي مورد کې دغو ډلو د خلکو ۵۶۱۳ پسونه پټ کړل او د کاسیو ۲۷تنه یې شهیدان کړل. هغه زیاته کړه، د کاسي کلي خلکو خپل ټول شته او مالونه له لاسه ورکړي دي چې ستاسو پاملرنې ته اړ دي.
د غور پخوانۍ والۍ سیما جوینده وویل، غور ته ستاسو راتګ خلکو ته یو نوی زیری ورکوي، ستاسو راتګ د غور خلکو په زخمونو پټۍ ده او په خپل راتګ سره مو موږ ته ویاړ راکړ. هغې وویل په پخواني حکومت کې ورسره د غور د سړک جوړولو ژمنه شوې وه، خو له بده مرغه هغه ژمنه پوره نشوه له ستاسو جناب څخه هيله لرو چې د خلکو دغې غوښتنې ته پام وکړئ.
همدارنګه جمهوررئیس غني په هغې غونډه کې هم ګډون او وینا وکړه چې د دغه ولایت د مقام په تالار کې د سپین ږیرو، مخورو، عا لمانو، د ولایتي شورا غړو، مدني او سیاسي فعالانو په کې حضور درلود.
په پيل کې د غور والي غلام ناصر خاضع جمهوررئیس، د هېواد لومړۍ میرمن او ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د دغه ولایت خلک د وروستۍ زړه بوږنونکي پيښې له امله سخت غمجن دي.
د غور والي زیاته کړه، د جمهوررئیس له لارښوونې سره سم دا مهال په بېلابېلو سیمو کې چاڼيز عملیات روان دي، خلک هم له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکو سره هر اړخیزه مرسته کوي.
خاضع د غور ولایت د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په اشارې زیاته کړه، په دغه ولایت کې اساسي ننګونه د مواصلاتي لارو او د کافي برېښنا نشتوالی، د کرنې د ودې لپاره د زمینې، د ودانیزو توکو او همدارنګه د خوراکي موادو نشتوالی،وزګارتيا او د پولیسو د تشکیل کمښت او د تروریستي ډلو زیاتوالی دی.
هغه زیاته کړه، دامنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي شته، دغه ولایت کې ۹اداري واحدونه فعال دي او دولت په کنترول کې دي. هغه وویل د ولسواليو مواصلاتي لارې د خلکو په مخ پرانیستې دي، خو په ځیو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې او ننګونې شته.
دغور والي وویل، خلک په یو غږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، هغه د پولیسو د تشکیل د زیاتوالي، د ښوونځیو د کموالي، د سړکونو، د کرنې د میکانیزه کېدو، د خصوصي سکتور له خوا د زیاتې پانګونې، د زیاتو مواصلاتي لارو جوړول، د برېښنا بند د جوړولو او د اوبو چمتو کولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
په دغو مراسمو کې د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان، د عالمانو شورا مشر عصمت الله ندیم، د ښځو استازي هاجره بشیري، د غور ولایت د مدني ټولنې په استازیتوب خدایار واقف هر یوه جلا جلا له جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ میرمن څخه د دغې غمشریکۍ او همدردۍ له امله مننه وکړه او په یو اواز یې د حکومت له پروګرامونو ملاتړ وښود.
ویناوالو وویل: له کلونوکلونو وروسته دالومړی ځل دی چې ملي زعیم مو په سختو شرایطو کې د خلکو پوښتنه کوي او دغه ولایت ته سفر کوي او دغه راتګ مو د دغه کړیدلو خلکو د زړه زور زیاتوي.
دغو ویناوالو د تروریستانو د ځپلو په موخه د عملیاتو د پيلولو په خاطر د جمهوررئیس د قوي ارادي او امر ورکولو څخه مننه وکړه. هغوی ډاډ ورکړ چې  د غور ټول خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او دغه ځواکونو سره به د دښمن تر ځپلو ولاړ وي.
هغوی د غور د خلکو په استازیتوب له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د غور ولایت د وروستیو وژنو عاملانو ته ژر د خپلو عملونو سزا ورکړي چې خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
ویناوالو جمهوررئیس ته د ملي اردو د یوې لوا او د پولیسو تشکیل د زیاتېدو، غورـ کابل د مرکزي سړک د کار بشپړولو، د انکشافي او بیارغاونې پروژو د بهیر چټکتیا، روغتیا ته د پاملرنې، په تحصیلي بورسونو کې د سهم، معارف ته د پاملرنې په ځانګړي ډول د ښوونځيو ودانیو جوړولو، سیاسي مشارکت او د متخصصو کدرونو په ځانګړي ډول د ښځو جذب، ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوی او اساسي حقونو ته یې د پاملرنې، د سیمه ییزو شخړو د حل په خاطر د کمیسیون جوړولو په برخه کې مشخص وړاندیزونه مطرح کړل.
جمهوررئیس د غور ولایت د خلکو د ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو له اوریدو وروسته، د غور ولایت خلکو څخه د تاوده هرکلي او د خپلو وړاندیزونو د شریکولو له امله مننه وکړه. هغه وویل: نن زه، لومړۍ میرمن او همکاران مې ستاسو خدمت ته حاضر شو چې ووایو ستاسو غم د ټول ملت غم دی او کومه پېښه چې شوې له امله یې ټول افغانان غمجن دي، زه یو ځل بیا درته تسلیت وایم.
هغه وویل، دا چې موږ له دې امله غمجن یوو، خو د شهیدانو د وینې د غچ اخېستو کلک عزم او اراده هم لرو، په دې اړه دولت تصمیم نیولی دی چې عمل به کوي. هغه زیاته کړه: نن د غوري ماشوم اوښکه زما اوښکه ده، د غور د کونډي غږ د افغانستان د ښځو غږ دی.
جمهوررئیس د غور خلکو ته ډاډ ورکړ وې ویل: پریکړه شوې ده چې د دغه ولایت په اړوندو سیمو کې به د دښمن تر نابودۍ پورې نظامي علمیات روان وي او زما له اجازې پرته به دا عملیات بند نشي.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان باید په دې پوه شي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې له مخې لري نشي او د دوی تر نابودۍ پورې به مبارزه کوي چې د دغې مبارزې نتیجه به ثبات وي.
جمهوررئیس له هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه چې د افغانستان د خلکو دښمنانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او د خلکو آرمتیا لپاره هڅې کوي مننه وکړه. هغه  د ۲۰۷ظفر قول اردو له قوماندان جنرال محی الدین غوري څخه له دې چې تر امر لاندې سیمو کې یې عملیاتو کې انسجام او تحرک راوستی مننه وکړه.
جمهوررئیس غني وویل، غور د افغانستان زړه دی او زیات ویاړونه لري، په دغه ولایت کې قوت او لازم فزیکي معنوي ځواک شته دی. هغه ټینګار وکړ چې د امنیت د تامین په هکله زموږ ټولو رول مهم دی او په کار ده چې ښې لارې ولټول شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د ختیځ او لویدیځ سړک کار چې په هره بیه وي بشپړیږي به. د برېښنا رسونې په اړه یې ټینګار وکړ چې د غور ولایت د برېښنا ظرفیت د زیاتوالي لپاره به پاملرنه وکړي.
هغه له خلکو وغوښتل چې څو میاشتې نور دې صبر وکړي چې د انکشافي مرستو بستې ورته تدارک کړي. هغه د سیاسي مشارکت او ټولنیز عدالت په اړه وویل، ټول افغانان د مشارکت حق لري او ټولنیز عدالت معیارونه به مشخص شي، ملکي، امنیتي او دفاعي سیستمونه اصلاح کېږي تر څو د هر غریب بچی وکولای شي هر مقام ترلاسه کړي.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ، موږ د افغانستان د ستر ملت پر وړاندې مسوولیت لرو، نن د وروستۍ پېښې د هر شهید کورنۍ سره ۱۰۰زره افغانۍ مرسته وشوه او هغوی ته دولت پاملرنه کوي.
جمهوررئیس د غور خلک او ولایتي شورا چې تل د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او خلک همکارۍ او امنیت ته راوبولي وستایل. هغه وویل علماى کرام د پیغمبر د دین وارثین دي او خپل رسالت یې په سمه توګه ترسره کړی دی.
جمهوررئیس غني په ملي شورا کې د غور له استازو مننه وکړه چې په وخت سره یې د غور د خلکو اساسي ستونزې له ده سره شریکوي.
جمهوررئیس د سیمه ییزو ستونزو د حل په خاطر پر اجماع ټینګار وکړ وې ویل، ډيری ستونزې د قوې له استعمال پرته د خبرو له لارې حل کړئ. هغه د دغو ستونزو د حل په خاطر د غور والي ته دستور ورکړ چې ولایتي کمیټه جوړه کړي  او له مرکزه به د دغې کمېټې ملاتړ کېږي.
د هېواد جمهوررئیس د غور ولایت د ښځو زړورتیا وستایله وې ویل، ستاسو غږ لوړ دی  نن تاسې په عزت په خپله ژبه خبرې کوی او تاسې د افغانستان د ښځو ویاړ یاست. هغه همدارنګه د مدني ارزښتونو په بنسټيز کولو کې د ځوانانو هڅې وستایلې او د هغوی د مدني او قانوني سیاست میتود قدرداني يې وکړه.
همدارنګه جمهوررئیس له هغو کروندګرو او شپانه چې په دښتو او صحراوو کې د ژوند معیشت پسې ګرځي په درنه یاد کړل. هغه وویل، زه ستاسو خادم یم او تاسې حق لری چې له ما څخه حساب واخلئ. 
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، له دې وروسته به زموږ زیات تمرکز په لرو او بېوله ولایتونو وي، تر څو د خلکو اړتیاوې او ستونزې له نږدې وارزوو او د حل لپاره یې اساسي اقدام وکړو.
جمهوررئیس د سفر په پای کې، د فیروزکوه له یو شمېر مخورو او مشرانو سره وکتل او خبرې یې وکړي. دغو مشرانو د جمهوررئیس او ورسره پلاوي څخه د غورله خلکو سره د غمشریکۍ له امله مننه وکړه  او د غور ولایت په اساسي ستونزو یې خبرې وکړي او جمهوررېیس ته یې ډاډ ورکړ چې په ټول قوت سره د حکومت د پروګرامونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
هغوی وویل: خلک د جنایتکارانو له لاسه په تنګ شوي دي ځیني دغه افراد د خلکو مالونه او څاروي هم له ځان سره وړي دي. دغو مشرانو ټینګار وکړ چې جنایتکارانو ته باید د عملونو سزا ورکول شي، ځکه هغوی په هیڅ ارزښت باور نه لري.
هغوی وړاندیز وکړ، چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او د غور د وروستۍ پېښې د شهیدانو کورنیو ته دې ډېره پاملرنه وشي او هغوی چې له تروریستانو سره مبارزه کې هڅې کړي دي ودې ستایل شي. 
د هېواد جمهوررئیس د دولت له پروګرامونو څخه د غور ولایت د مشرانو مخورو د ملاتړ له امله مننه وکړه وې ویل، د شهیدانو کورنیو ته هراړخیزه پاملرنه کېږي. هغه والي ته دستور ورکړ، چې د هر شهید د کورنۍ د غړو بشپړ لیست له مشخصاتو سره ترتیب او جمهوري ریاست ته دې وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته